پلخمري (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۸): د بغلان مدني فعالان وايي چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې ٧٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دوى يې سخت اندېښمن کړي دي.
د بغلان مدني فعالان وایي چې په دغه ولایت کې د اکتوبر له شلمې نېټې راهیسې د پیل شویو عملیاتو په لړ کې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپیان دي.
دوی دغه څرګندونې نن د لیندۍ په ۴ مه د بغلان په مرکز پلخمري کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وکړې.
په دغه غونډه کې مدني فعال عثمان شېرزي وویل: ((له بده مرغه چې د ښکېلو ډلو له پرله پسې غوښتنو سره سره بيا هم بغلان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه ده چې په اړه یې باید ټول يوځاى غږ پورته کړو.))
د هغه په خبره د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د بغلان د مدني فعالانو اندېښنې ورځ تربلې زیاتېږي او ټينګار کوي چې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې مخه بايد ونيول شي.
دغه راز بل مدني فعال نوید شکور زاده وویل: ((له تېرې یوې میاشتې راهیسې چې د بغلان په ډنډ غوري، مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې عملیات پیل شوي د دواړو لوریو له خوا جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ ملکي کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي چې دا د مرګ ژوبلې بېخي لوړه کچه ده.))
يو شمېر نورو مدني فعالانو هم ورته څرګندونې وکړې.
بلخوا د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو تل د ملکي کسانو د ژوند د خونديتوب په موخه عملیات یا ځنډولي او یا يې هم له ډېر احتياطه کار اخيستى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP