Language

امريکا افغان هوايي ځواک ته پنځه نورې پوځي چورلکې ورکړې

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): د امريکا دفاع وزارت ويلي چې افغان هوايي ځواکونو ته يې پنځه نورې MD-530F ډوله جنګي چورلکې سپارلې دي.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو چورلکو په ګټنې اخيستنې سره به د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه لا پياوړې شي.

سرچينې زياته کړې، دغه چورلکې د هغه تړون له مخې افغان ځواکونو ته سپارل شوې چې پنټاګون به تر ۲۰۲۲ زېږديز کاله پورې د ۱.۴ ميليارده ډالرو په ارزښت ۱۵۰ MD-530F  جنګي چورلکې افغان ځواکونو ته ورکوي.

د پنټاګون په خپرپاڼه کې زياته شوې چې دا چورلکې څو ورځې مخکې په کندهار هوايي ډګر کې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دې.

له دې سره د MD-530F  ډوله جنګي چورلکو شمېر به چې د ياد قرارداد پر بنسټ افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، ۶۰ ته ورسېږي او تر ۲۰۲۲ کال پورې به دغه اندازه ۱۵۰ چورلکو ته ورسېږي.

شاوخوا دوه کاله مخکې د افغان حکومت او امريکا دفاع وزارت ترمنځ هوکړه لاسليک شوه چې له مخې به يې پنټاګون د نږدې يو نيم ميليارد ډالرو په ارزښت افغان هوايي ځواکونو ته جنګي چورلکې پېري.

login or register a new account.