غزني ښار (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٨): د غزني امنيتي مسوولين وايي چې د رشيدانو ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد خان سيرت د ليندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رشيدانو ولسوالۍ پر امنيه قوماندان دويم څارن امان الله ابراهيمي باندې د جغتو ولسوالۍ په قياق سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي: ((په هاموې ټانګ کې جغتو ولسوالۍ ته روان و چې چاودنه پرې شوې خپله وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.))
ده وويل چې په دغه سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه هم شوې چې په ترڅ کې يې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د قياق سيمې اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې په دغه پېښه کې د رشيدانو ولسوالۍ د امنيه قوماندان ترڅنګ درې نور پوليس هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP