کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): د وسله والو پر ضد د عملياتو پر مهال د فرانسويانو د يوې چورلکې غورځېدو پېښه کې ١٣ سرتېري وژل شوي دي.
په پاريس کې د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر له خوا د لېندۍ په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون په افريقايي هېواد مالي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په ياد افريقايي هېواد کې د وسله والو ډلو پر ضد د عملياتو پر مهال دوه چورلکې په خپلو کې جنګېدلې او غورځېدلې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې ١٣ سرتېري وژل شوي او دواړه چورلکې له منځه تللې دي.
د يادونې ده، په مالي کې ٤٥٠٠ فرانسوي سرتېري مېشت دي او د يو شمېر اروپايي هېوادونو په ملتيا هلته د القاعدې اړوند وسله والو مخالفينو پر ضد په عملياتو کې برخه اخلي.
درې اوونۍ مخکې هم په دغه هېواد کې د يوې چاودنې له امله يو فرانسوي سرتېرى وژل شوى و.
login or register a new account.