پل علم (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې پوليسو يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى او په تړاو يې دوه کسان نيول شوي هم دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د لېندۍ په پنځمه رسنيو ته وويل چې اته ورځې وړاندې انسان تښتوونکو يو ماشوم له مرکز پل علم څخه تښتولى و.
هغه وايي: ((دغو کسانو غوښتل چې دغه ماشوم پاکستان هېواد ته انتقال کړي خو په تورخم کې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.))
ده وويل، د دغه ماشوم د تښتونې په تور دوه کسان هم نيول شوي چې پر خپل جرم يې اعتراف کړى دى.
بل لور ته د تښتول شوي ماشوم پلار عبدالله پژواک ته وويل چې ١٣ کلن زوى يې اته ورځې وړاندې تښتول شوى وو.
ده وويل: ((د پوليسو په همکارۍ زوى مې د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو، زه ترې مننه کوم.))
د يادونې ده، له دې وړاندې هم داسې انسان تښتونکي نيول شوي چې غوښتل يې ماشومان پاکستان ته انتقال کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن