کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ۹۸): مشرانو جرګې په غور ولایت کې د مرغاب ولسوالۍ د جوړېدو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ.
د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رییس محمد هاشم الکوزي، د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې دغه ولسوالي د ولسمشرۍ د ۶۳۲م تقنیني فرمان له مخې د سیمې د خلکو په غوښتنه جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې ولسوالي د ۳۲ کلیو درلودونکې ده چې غور او د غور ولایت مرکز په کې راځي او په دغه کلیو کې شاوخوا ۱۹ زره کسان ژوند کوي.
د هغه په وينا، د شورابک کلی د دغې ولسوالۍ مرکز په پام کې نیول شوی دى.
هغه زیاته کړه چې د جرګې ټول دایمي او دفاعي چارو کمېسیونونه، د یادې ولسوالۍ په ايجادولو کې همغږي وو او اړوندو ادارو لکه مرکزي احصایې هم په دې اړه مثبت نظر ورکړی دى.
په پای کې موضوع رایې اچونې ته وړاندې شوه او د رایو په اتفاق دغه ولسوالۍ د مشرانو ګې د منلو وړ وګرځېده.
د یادولو ده چې ولسي جرګې هم دا فرمان د روان کال د تلې میاشتې په ۲۹ تصویب کړی و.
د غور ولایت له دې وړاندې پر مرکز (فېروزکوه) سربېره لس ولسوالۍ درلودې.
login or register a new account.