کابل (پژواک، ۵ لیندۍ ۹۸): ملي امنیت وايي، د لوګر د مدني ټولنو رییس امن ځای ته انتقال شوی او په لوګر کې پر زده کوونکو د جنسي تېریو په اړه د نوموړي موندنې بې ثبوته دي او دغه کار یې په بهر کې د مېشت کېدو لپاره کړی دی.
د بشري حقونو د دفاع کمېټې په داسې حال کې د لوګر د دوو مدني فعالانو د ورکېدو په اړه اندېښنه لري چې ملي امنیت ریاست وايي چې دوه کسان یې د ځاني خونديتوب او ساتنې په موخه امن ځایونو ته لېږدولي دي.
شاوخوا دوه اونې وړاندې ګارډین ورځپاڼې او ځینو نورو رسنیو د لوګر د مدني ټولنو د رييس موسى محمودي له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د شپږو ښوونځيو پر ۵۴۶ زده کوونکو د ښوونکو، سرښوونکو او نورو مسوولينو له لوري جنسي تېري شوي دي.
دغه راپور له غبرګونونو سره مخامخ شو او د لوګر اوسېدونکو د پوهنې وزارت په ګډون د ځینو بنسټونو سره یو ځای یاد راپور بې بنسټه وباله او اعتراض کوونکو په لاریونونو لاس پورې کړ.
د یاد مورد د څېړلو لپاره د ملي شورا ناستو او پوهنې وزارت هم یو پلاوی وټاکه.
په ورته وخت کې داسې راپورونه شته چې له مخې يې د لوګر د مدني ټولنو رییس له خپل يوه همکار سره له تېرې پنجشنبې راهیسې نادرکه دي.
خو ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد دوه کسان یې د دوی د خوندیتوب او امنیت ساتنې په موخه امن ځایونو ته لېږدولي دي.
ملي امنیت زیاته کړې: ((دغه راز به د درنو جرمونو د هغو قضیو چې د محمودي په راپور یې کې یادونه شوې، د سپیناوي غوښتنه وشي څو عدلي او قضايي ارګانونه یې په اړه څېړنه وکړي.))
سرچینې لیکلي: ((له بده مرغه د محمودي له خبرو ښکاره شوه چې د نوموړي موندنو ثبوت، مدرک او شواهد نه لرل او په غیر مسلکي ډول یواځې د یوې قضیې جوړول او وروسته په یوه بهرني هېواد کې د خپلې کورنۍ لپاره د پناه غوښتنې لپاره ترسره شوې وې.))
ملي امنیت ریاست وايي، د یاد راپور د بې اساسه او بې مدرکه ادعاوو له امله د څو ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون څو کسان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړي دي.
سرچینې لیکلې: ((دغه ډول راپورونه د زده کړو د چاپېریال په اړه عامه فکرونه ګډوډوي او کولای شي ماشومان د زده کړو له فرصتونو بې برخې کړي، د خلکو پر هویت تور لګونه او له سپکاوي ډکې ادعاوې زیان رسوي او د بشري حقونو د مدافعو بنسټونو پر وړاندې د افغانستان دریځ زیانمنوي.))
په ورته وخت کې د بشري حقونو د دفاع کمېټې نن د خبرپاڼې په خپرولو د یادو دوو کسانو د ورکېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له افغان حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره دې موسی محموي او د نوموړي همکار (احسان الله حمیدي) وښيي او د دوی د ځاني خوندیتوب او خوشي کېدو ډاډ دې ورکړي، څو د نوموړو کورنۍ، خلک، مدني فعالان او بشري حقونو کمېسیون له اندېښنې خلاص شي.
login or register a new account.