Language

پولیس : کندهار کې د بریدونو په تړاو شپږ  کسان نیول شوي

کندهار (پژواک، ۵ لیندۍ ۹۸): پولیس وایي، کندهار کې یې هغه شپږ کسیزه وسله واله ډله نیولې چې په هدفي وژنو، بریدونو او ماینونو اېښودو کې لاس لري.

نیول شوي کسان نن د کندهار په امنیې قوماندانۍ کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وښودل شول.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پولیسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ په کندهار ښار کې عملیات کړي او یاد ۶ تنه یې نیولي دي.

هغه زیاته کړه، د نیول شوو له ډلې دوه تنه په هدفي وژنو، دوه تنه په مخامخ وسله والو بریدونو او دوه تنه په لویو لارو کې د ماینونو په خښولو کې لاس لري.

دی وايي، له دغو کسانو سره یو میل تومانچه هم نیول شوې ده.

د ده په خبره، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې به یې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په وروستیو څوو اوونیو کې درېیم ځل دی چې پولیس د هدفي وژنو او نورو ورانکاریو په تور د وسله والو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

login or register a new account.

Related Topics