کندوز ښار (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په کندوز ښار کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي، خو طالبان بيا دغه مرګ ژوبله ردوي.
په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال جان اغا عسکرزاده د لېندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهيسې د کندوز ښار اړوند د تلوکه په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه درې کلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي چې پر مهال يې ١٦ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((موږ له طالبانو تر اوسه درې کلي دمشاخ، خواجه پاک او تلوکه نيولي او زموږ دغه عمليات جريان لري، په دې جګړه کې تر اوسه زموږ دوه سرتېري ټپيان شوي دي.))
د نوموړي په وينا، له عملياتو وروسته به په هغو سيمو کې پوستې او قرارګاوې جوړې شي چې اړتيا ورته ليدل کېږي.
دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل حسين قرمقل پژواک ته وويل چې دغه عمليات به تر هغه دوام ولري څو دغه سيمې د طالبانو له شتونه پاکې شي.
ده وويل: ((د تلوکې په سيمه کې زموږ عمليات روان دي، دغه سيمه چې موږ له طالبانو څخه پاک کړو ورسره د کندوز-شيرخان لويې لارې امنيت هم ښه کيږي او د دغې لارې د نا امنۍ په اړه تل سوداګرو شکايتونه کړي دي.))
بلخوا د تلوکه سيمې یوه اوسېدونکي محمد الله پژواک ته وويل چې دا سیمه درې کاله مخکې وسله والو طالبانو ونيوه.
هغه وايي: ((کله چې زموږ کلى طالبانو ونيوه، نو ډېرې کورنۍ کندوز ښار ته کډه شوې، دا درې کاله کېږي چې له خپل کلي لرې یو، نو اوس په کې عمليات پيل شوي، خوښ يو چې کلى مو له طالبانو پاک شي او يو ځل بيا خپل کلي ته ولاړ شو.))
ده ټينګار وکړ چې د عملياتو په پاى کې بايد امنيتي چارواکي د تلوکه د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې جوړې کړي.
د تلوکې په سيمه کې يوه سرتېري ذبيح الله پژواک ته وويل: ((په تېرو څلورو ورځو کې موږ ښه پرمختګ کړى، هوا ډېره سړه ده خو موږ کوښښ کوو چې سيمه امنيت کړو څو زموږ خلک په ارامه ژوند وکړي.))
بل لور ته بيا وسله وال طالبان ياده مرګ ژوبله ردوي.
login or register a new account.