Language

غزني کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

غزني ښار (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۸): په غزني ولايت کې د څه باندې ۴۸.۴ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د غزني والي وحيدالله کليمزي د دې پروژو د پرانيستې پر مهال وويل چې په دې پروژو کې دوه سوداګريز بلاکونه، يو پارک او يوه د کانال رغولو پروژه شامله ده.

هغه زياته کړه چې د دغو پروژو  بشپړېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه او ورسره به د ښاروالۍ عوايد هم لوړ شي.

يادې پروژې د غزني د ښاروالۍ له بودجې څخه ترسره شوې دي.

ښاروال مختار احمد ملکيار وویل، له سوداګريزو بلانکونو به تازه مېوې او سبزي ترلاسه کېږي او يو مشخص ځاى به ولري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.