کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو و له زير جواد ظريف سره ليدلي دي.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د لېندۍ په ٦مه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله.
هغه زياته کړې، ايران ته دغه سفر په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو د خبرو او راتلونکو مثبتو اړيکو د تأمین په نيت ترسره شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملا برادر اخند په مشرۍ پلاوي د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف او نورو لوړپوړو چارواکو سره وکتل، د افغانستان د مسئلې د سوله ييز حل پر لارو چارو او په دې برخه کې د روانې پروسې په هکله يې تفصيلي خبرې وکړې.
دغه راز سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنو کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم په خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ايراني چارواکو له افغان ولس سره د لا ښو اړیکو ساتلو هيله څرګنده کړه او په هغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل ژمنه وکړه.
خو طالبانو نه دي ويلي چې په ايران کې افغان کډوالو له کومو ستونزو سره مخ دي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم د طالبانو د قطر دفتر پلاوي د ايران په ګډون پاکستان، چين، اندونيزيا، روسيې او ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
login or register a new account.