Language

ولسي جرګې د تابعیت د قانون طرحه تصویب کړه

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): ولسي جرګې د تابعیت قانون طرحه چې د تابعیت د چارو د تثبیت، د تابعیت د کسب او ترک د لارو چارو او له هېواده بهر د افغانستان د اتباعو ملاتړ په موخه تنظیم شوې، تصویب کړه.

د ولسي جرګې د کورنی امنیت کمېسیون رییس فدا محمد الفت صالح د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د تابعیت قانون طرحه تېر کال د کابینې له تایید وروسته جرګې ته د تصویب په موخه ور واستول شوه.

نوموړي د تابعیت له قانونه موخه د تابعیت د چارو تثبیت، د تابعیت د کسب او ترکولو د لارو چارو او د هېواد د اتباعو ملاتړ ښودلی چې د جرګې د کمېسیونونو ترمنځ په دغه قانون کې اختلافي موارد نشته او باید رایې اچونې ته وړاندې شي.

د جرګې د داخلي امنیتي کمېسیون غړې وږمې ساپۍ وویل چې دغه قانون د اساسي قانون د څلورمې مادې د ۶مې فقرې د حکم له مخې په پنځو څپرکو او ۳۱ مادو کې جوړ شوی دی.

ساپۍ وویل چې د یاد قانون پر اساس هېڅ افغان د تابعیت پر سلبېدو نه محکومېږي.

په پای کې د ولسي جرګې لومړي نایب امیرخان یار چې د دې جرګې د نننۍ غونډې ریاست یې پر غاړه درلود، د تابعیت قانون طرحه رایه اچونې ته وړاندې کړه چې دې طرحې ته په جرګه کې د ۱۳۱ حاضرو غړو له ډلې ۱۰۳ کسانو د تایید او ۲۸ نورو د رد رایې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې دغه طرحه د مشرانو جرګې له تایید وروسته د ولسمشر له خوا توشيح شي؛ ځکه د اساسي قانون د ۹۴مې مادې له مخې، قانون د دواړو جرګو له مصوبې عبارت دی چې د ولسمشر له خوا توشيح شوی وي.

login or register a new account.