پلخمري (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): د بغلان د مرکز پلخمري ښار سلګونو هټۍوالو د ښاروالۍ له لوري د کرايې لوړېدو په غبرګون لاريون وکړ.
دغه لاريون چې د لېندۍ په شپږمه په مرکز پلخمري کې ترسره شو، د هټۍ والو ترڅنګ عامو خلکو هم په کې برخه اخيستې وه.
لاريون کوونکي او د پلخمري د هټۍ والو اتحاديې مشر نجيب الله صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروالۍ له لوري هرې هټۍ ته اته زره افغانۍ کرايه ټاکل شوې چې دوى يې د ورکولو وس نه لري.
هغه وايي: ((موږ دا دوکانونه ډېر پخوا له شاروالۍ په سرقلفي اخيستي دي، هغه وخت يې کرايه پنځه سوه افغانۍ وه خو اوس اته زره افغانيو ته لوړه شوې چې موږ يې نه شو ورکولاى.))
د نوموړي په وينا، ياده ستونزه يې له سيمه ييزو ارګانونو او ملي شورا سره هم شريکه کړې او هغوى يې د حل لپاره د پلخمري ښاروالۍ ته مکتوبونه استولي دي.
ده وويل: ((هم پارلمان او هم د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ښاروالۍ ته ليکلي چې د خلکو د وس مطابق کرايه واخلي خو ښاروالۍ دغه کار نه کوي.))
دغه راز يو بل لاريون کوونکي او د ښاروالۍ د دويم بلاک هټۍ وال ګل جان پژواک ته وويل چې دغه دوکان يې په ١٣٧٢ کال کې د هغه مهال په پيسو په لس ميليونه افغانيو سرقلفي اخيستى دى.
هغه وايي: ((هغه وخت مې پنځه سوه افغانۍ کرايه ورکوله خو اوس هر کال را باندې ښاروالۍ کرايه لوړوي، موږ مجبور يې دغه هټۍ پرېږدو.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ويل که چېرې دغه ستونزه هواره نه شيؤ په نورو مدني حرکتونو به لاس پورې کوي.
په دې اړه د پلخمري ښاروال نظام الدين حميدي پژواک ته وويل چې د ښاروالۍ له طرزالعمل سره سم له دغو هټۍ والو څخه کرايه اخلي.
هغه وايي: ((ما ته پارلمان او سيمه ييزو ارګانونو په مکتوبونو کې داسې نه دي ليکلي چې له دوى کرايه کمه واخله، ما ته يې ويلي له اصولو سره سم اجرات وکړه نو زه له اصولو سره سم اجرات کوم.))
ښاروال زياتوي چې تېره شپه يې د کرايي د نه ورکولو په غبرګون د پلخمري ښار ٦٠ هټۍ تړلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP