Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې د خروټو قوم د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲کلنه شخړه هواره شوه

ښرنه (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): په پکتيکا ولايت کې د خروټو قوم دوو کورنیو ترمنځ ٢٢ کلنه لانجه هواره او روغه جوړه یې وکړه.

دغه دواړه کورنۍ د پکتيکا په سروبې ولسوالۍ کې اوسېږي چې د غره پر سر يې ترمنځ شخړه پيدا شوې وه.

په سوېل ختيځ زون کې د قومونو شورا مشر حاجي سيد محمد په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په پکتيکا، پکتيا او خوست ولايتونو کې اوس ډېرې قومي شخړې د قومي جرګو له لارې حل کېږي.

ده وويل چې د خروټو د دوو قومونو ترمنځ له تېرو ٢٢ کلونو راهيسې د غره پر سر شخړه روانه وه.

هغه زياته کړه: ((د قومي مشرانو په منځګړتوب نن دغه ستونزه هواره شوه او دواړه قومونه به له دې وروسته لکه د وروڼو په شان ژوند کوي.))

دغه راز يو بل قومي مشر عبدالقيوم حليمي وويل چې په تېرو ٢٢ کلونو کې د يادو دوو قومونو ترمنځ شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه د خروټو قوم مشر حاجي زالو وويل چې د قومونو په منځکړتوب يې ياده دښمني پر دوستي بدله کړه.

هغه زياته کړه: ((په دې شخړه کې د شين ګل کورنۍ ګرمه وبلل شوه؛ ځکه اول بريد دوى کړى و، نو جرګې پرېکړه وکړه چې د شين کورنۍ به د جريمې په توګه پنځه سوه زره افغانۍ، دوه غوايان او پنځه نور څاروي مقابلې کورنۍ ته ورکوي چې دواړو لورو دغه پرېکړه په خوښۍ سره ومنله.))

دغه راز د سروبې ولسوال محمد قسيم ايوبي پژواک ته وويل چې د قومونو شورا په هلو ځلو تر اوسه ډېرې قومي شخړې هوارې شوې دي.

ده زياته کړه: ((د خروټو دوو قومونو ٢٢ کاله شخړه وکړه خو دې شورا يې شخړه هواره کړه.))

د يادونې ده، له دې مخکې هم په پکتيکا کې د قومونو ترمنځ ورته شخړې هوارې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.