Language

کندوز کې د واده د ګډون والو پر موټر چاودنه کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي

کندوز (پژواک، ۶ لیندۍ ۹۸) : د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د واده پر یوه موټر د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندوز ولایت مقام لخوا د لیندۍ په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پيښه نن مازیګر مهال په د خان اباد ولسوالۍ په آیخم چال سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړ، د خان اباد ولسوالۍ اوسیدونکي په یوه موټر کې امام صاحب ولسوالۍ ته د خپلو خپلوانو واده کې د ګډون لپاره روان وو، چې په یاده سیمه کې یې پر موټر چاودنه شوې ده.

ولایت مقام وایي، چې په دې چاودنه کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي چې پکې یونارینه، دوه ماشومان، شپږ ښځې او شپږ پیغلې شاملې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پيښه کې دوه ملکي وګړي ټپي شوي هم دي.

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي ددې چاودنې غندنه کړې او د قربانیانو کورنیو سره یې خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي د وسله والو مخالفینو پر ملکي وګړو چاودنې جنګي جنایت او د بشري حقوقو څخه سرغړونه یاده کړه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.