Language

تخار کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي

تالقان (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٨): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله اووه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

د تخار په مرکز تالقانو کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ په قره تېپې سيمه کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې اووه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ١١ نور تپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو د يادو پوستو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

خو په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال پژواک ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو د تخار په درقد ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وايي چې د درقد د تېرې شپې په جګړه کې د طالبانو د دوو قوماندانانو قاري قدير او قهرمان په ګډون ١١ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د درقد ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ او استخباراتو پر مديريت بريدونه کړي دي.

دى وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٢ حکومتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.

مجاهد په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، درقد د تخار د ناامنو ولسواليو له ډلې ده چې تر اوسه دوه ځلې طالبانو د لنډې مودې لپاره نيولې ده.

login or register a new account.

Related Topics