Language

د غوري سمنټو فابریکې تولیداتو کې زیاتوالی راغلی

پلخمري (پژواک، ٧ لېندۍ ۹۸): په بغلان کې د غوري سمنټو فابریکې چارواکي وايي، له کله چې دغه فابریکه له خصوصي سکتوره بېرته دولت ته سپارل شوې ده، په تولیداتو کې یې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د پلخمري د غوري سمنټو فابریکې ريیس ریاض الدین شریفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غوري سمنټو فابریکې په تولیداتو کې له تېر کال راهیسې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دی وايي، له هغې ورځې چې دغه فابریکه له خصوصي سکتور څخه بېرته دولت ته سپارل شوې، په تولیداتو کې یې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دې فابریکې د خصوصي سکتور پر مهال په یوه شپه او ورځ کې ۱۲۰ ټنه سمنټ تولیدول خو اوس په ٢٤ ساعتونو ۴۸۹ ټنه سمنټ تولیدوي.

د هغه په وينا، هڅه کوي چې د روان کال تر پایه د غوري سیمنټو فابریکې د تولیداتو کچه په يوه شپه او ورځ کې زرو ټنو ته لوړه کړي.

دغه راز د دې فابریکې د خامو موادو د استخراج برخې کارکوونکي  نیازمحمد پژواک ته وويل چې له تېرو ۱۸ کلونو راهيسې په دې فابریکه کې سخت کار کوي خو معاش یې ډېر کم دی.

دی وايي: ((کله چې دغه فابريکه خصوصي سکټور سره وه، زما معاش بېخي کم و خو اوس راته ١٣ زره افغانۍ راکوي خو دا معاش زما لپاره کفايت نه کوي، بايد لوړ شي.))

د يادونې ده، د پلخمري د غوري سمنټو فابریکه په ۱۳۸۶ کال کې خصوصي سکتور ته وسپارل شوه چې بيا تېر کال د دې فابريکې د کارکوونکو د پرله پسې اعتراضونو په پايله کې بېرته دولت ته وسپارل شوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.