Language

بغلان کې د یوه ښوونځي د سرښوونکي په ګډون څلور کسان وژل شوي

پلخمري (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٨): ناپېژاندو وسله والو د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د يوه سرښوونکي او د هغه د دوو زامنو په ګډون څلور کسان وژلي دي.

د بغلان د پوهنې رياست وياند عارف عابد د لېندۍ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دوشي ولسوالۍ په کېله ګي سيمه کې د حضرت ابوبکر صديق منځني ښوونځي سرښوونکو له خپلو دوو زامنو سره وژلى دى.

د نوموړي په وينا، د پېښې اصلي لامل نه دى څرګند شوى خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

هغه زياته کړه: ((امکان لري چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې وي.))

دغه راز د دوشي ولسوال داد غفوري پژواک ته وويل چې تېره شپه په کېله ګي سيمه کې د يوه سرښوونکي په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

همدارنګه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د پېښې په تاييد سره وويل: ((تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د سخي داد په نوم يو سرښوونکى، دوه زامن او يو ګاونډى يې وژلي دي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر ولايت کې څلورو طالبانو ته په خپلمنځي جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي پژواک ته وويل چې تېره شپه د احمدزيو کلا په سيمه کې د طالبانو د دوو قوماندانو قاري اشرف او ملا متين د کسانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.