مزارشريف (پژواک ٩ليندۍ ۹۸): د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ پر سيند د يونيم کيلومتر استنادي دېوال جوړېدو قرارداد لاسليک شو.
ځايي چارواکي وايي، د دغه دېوال پر جوړېدو څه باندې يو ميليون او دوه سوه زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د المان هېواد له خوا مرسته شوي دي.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر د ليندۍ په ۹مه، د ياد قرار داد د لاسليک کېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد دېوال په جوړېدو سره به لسګونه کورنۍ او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.
نوموړي زياته کړه چې دغه دېوال يو نيم کيلومتر اوږدوالی او درې متره اوږدوالی لري چې لګښت يې د المان هېواد له خوا ورکول کېږي.
د بلخ والي له المان څخه مننه وکړه، چې په بلخ کې يې د ګڼو ټولګټو پروژو په عملي کولو کې مرسته کړې ده.
په مزارشريف کې د المان قونسل وويل، د شولګر ولسوالۍ پر سيند د استنادي دېوال جوړېدل د يادې ولسوالۍ د استوګنو کورونو او زراعتي ځمکو د خونديتوب لپاره ضروري وو.
د هغه په وينا، د ياد دېوال په جوړېدو سره به د شولګر په پنځو کليو کې شاوخوا ۲۴زره کورنۍ خوندي شي او همدا راز به دوی ته په منظم ډول اوبه ورسېږي.
د شولګر ولسوالۍ د عبدالرحيمزي کلي د انکشافي شورا رييس سربلند خان پژواک ته وويل، هر کال به په دغه سيند کې د اوبو زياتېدو او سېلابونو راوتو پر مهال يو شمېر کلي تخريبېدل.
هغه زياته کړه چې پخوا کلونو کې هم د ياد دېوال د جوړېدو ژمنې شوې وې؛ خو زياته يې کړه چې نن يې د قرارداد په لاسليک کېدو سره د سيمې خلک خوشحاله دي چې د اوبو له خطر څخه به وژغورل شي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP