پل علم (پژواک ۹ ليندۍ ۹۸): د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي، د افغان ملي امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د څلورمې پلې لوا قومندانۍ ویاند احمد شکیل تسل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه عملیات د مرکز او برکي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه ترسره شوي دي.
ده زياته کړه، په دې عملياتو کې د ناټو هوايي ځواک هم مرسته کړې چې ٨ طالبان په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د برکي برک د راجان سيمې اوسېدونکي ميراغا، پژواک ته وويل چې په کلي کې يې عمليات شوي او ٦ طالبان په کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د وسله طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په خپلمنځۍ جګړه کې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP