Language

امريکايي ځواکونه او د بشري حقوقوکمېسيون د خوست هوايي بريد څېړي

کابل، خوست (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٨): د ولسمشر ستر سلاکار ضياء الحق امرخېل او پخواني ولسمشر حامدکرزي د خوست هوايي بريد غندلى، بلخوا امريکايي ځواکونو ويلي چې ددې ادعاوو په اړه  پلټنې کوي.

ځايي سرچينې وايي چې د جمعې په شپه د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د ولسمشر سترسلاکار ضياء الحق امرخېل په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې دا ډول بريدونه ظالمانه او د جګړو د ټولو نړيوالو نورمونو ښکاره نقض دى.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ددې بريد د غندلو ترڅنګ دا يې غیر انساني عمل ، بشري ضد جنایت او له افغان ولس سره ستر ظلم بللى دى.

هغه يو‌ځل بیا د افغانستان د خلکو پر وړاندې د هر راز نظامي عملیاتو پر ژر تر ژره بندېدو ټینکار کړى دى.

پخواني ولسمشر حامد کرزی په جګړه کې له افغاني ښکېلو غاړو غوښتي چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

بلخوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست په هوايي بريد کې وسله وال  طالبان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دوى هم د ملکي تلفاتو له ادعاوو خبر شوي او له ځايي چارواکو سره په دې اړه کار کوي، څو ددې ادعاوو حقيقت پيدا کړي.

خو په ولسي جرګه کې د کوچيانو وکيل حيدرجان نعيم زوى په ټينګار سره وايي چې په ياد بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوي کسان کوچيان دي او دوى يې له نږدې پېژني، نوموړي پژواک اژانس سره د وژل شويو کسانو نومونه هم شريک کړل.

حيدرجان وايي، په وژل شويو کسانو کې ملالۍ د  نوراجان لور، ملانو د ګلو  لور، نور بي بي د خټول لور، نوراجان د منګوي زوى موټر چلوونکى ملا نبي د عيد ګل زوى شامل دي.

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون وياند شکر الله مشکور پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم د خوست له پېښې خبر شوي او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه چې د کمېسيون يو ټيم اړوندې ساحې ته رسېدلى دى.

د خوست د ولايتي شورا غړى جانمير  ځاځى هم پېښه تاييدوي او وايي چې په دې بريد کې د يوې  کورنۍ څلور غړي او د موټر چلوونکى وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې درې ښځې او يو نارينه شامل دي او کيداى شي د موټر چلوونکى له طالبانو سره اړيکې ولري.

د دغه ولايت د کوچيانو د ځايي شورا مشر ګل مرجان پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې د دې ولسوالۍ د يوې کورنۍ غړي له روغتون څخه په نيمه شپه کې خپل کور ته روان وو چې په لاره کې پرې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.

د ګل مرجان په وينا، په دې پېښه کې درې ښځې، دوه سړي او يو ماشوم وژل شوي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر نجيب الله عيني پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

د خوست د والي وياند طالب منګل وايي چې يوه پلاوي په دې اړه پلټنې پيل کړې دي چې وروسته به له رسنیو سره شريکې شي.