Language

دافغانستان ١٩ کلنو لوبـډلې هندوستان ته په پنځمه يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې هندوستان ته په پنځمه يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه، خوددې لوبو لړۍ هندوستان درې پر دوه لوبو وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه پرون د هند د لکنو ښار لوبغالي کې وشوه.

سرچينې زياته کړې، دلوبې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه. هند په ۴۹.۳ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې ترلاسه کړې .

د افغان لوبډلې له لوري نور احمد ۳، عابد محمدي او شفيق الله غفاري ۲-۲، عبدالرحمن رحماني او اصف موسی زي ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوبډلې ياد هدف په ۴۷.۳ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او بريا يې خپله کړه، له افغان لوري اصف موسی زي ۴۲، عمران مير ۳۱ او شفيق الله غفاري ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ته ورکړل شوه او د ددې لوبو د لړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بیا د هندوستان مانو سوټهار ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د پنځه يو ورځنيو لوبو لړۍ کې ۳ لوبې هند او ۲ لوبې افغانستان وګټلې.

د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې د هندوستان پياوړې لوبډله ده او له هغوى د دوو لوبو ګټل لويه لاسته راوړنه ده.

هغه زياته کړه چې له سترو هېوادونو سره د دا ډول لوبې ترسره کولو سره د لوبغاړو تجربې زياتې او د لوبې تخنيک يې ښه کېږي.

login or register a new account.