Language

د الوتکې لوېدو له امله نهه امريکايان وژل شوي

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٨) : د امريکا په سوېلي ډکوټا ايالت کې د يوې الوتکې د غورځېدو له امله نهه تنه وژل شوي دي.

امريکايي رسنيو د ليندۍ په ١٠مه، خبر ورکړى چې دا پېښه پرون هغه مهال رامنـځته شوه چې له سوېلي ډکوټا ولايت څخه يوه وړه الوتکه ايډاهو ولايت ته روانه وه.

سرچينې زياته کړې چې د خرابې هوا له امله دا الوتکه غورځېدلې چې له امله يې د دوو ماشومانو او پيلوټ په ګډون نهه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

امريکايي امنيتي مسوولينو ويلي چې د دې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي، څو اصلي لامل يې په ډاګه شي.

بلخوا د امريکا د هوا شناسۍ ادارې ويلي چې په سوېلي ډکوټا ولايت کې د سختې واورې له امله د ژوند ټول نظام ګډوډ شوى دى.

login or register a new account.