Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مزار شريف له هوايي ډګره هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅه شنډه شوه

مزارشريف (پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۸) : د مزار شريف هوايي ډګر کې د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول.

د بلخ دامنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره د ليندۍ په ١٠مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، دغو دوو کسانو غوښتل  چې څه باندې دوه نيم کيلو هيرويين هندوستان ته انتقال کړي.

د خبرپاڼې په حواله،  لومړۍ پېښه کې د محسن په نوم قاچاق وړونکی نیول شوی چې دوه کیلو او پنځه سوه ګرامه هيرويين یې د قهوې او ککو په پاکټونو کې ځای پر ځای کړي وو.

د بلخ امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د دوی د کشفي معلوماتو پر اساس دغه نشه یي توکي چې په یوه بيک کې ځای پر ځای شوي وو، له پرواز وړاندې کشف او ضبط شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې همدا راز تېر ماښام د مزارشریف په هوایي ډګر کې د غلام نبي په نوم یو بل تن هم نیول شوی چې ۲۹۰ ګرامه هيرويين یې په ګېډه کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان ته یې ولېږدوي.

د بلخ پولیس وایي چې دغه دواړه قاچاق وړونکي یې تر څېړنو لاندې دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې د کابل، هرات او کندهار هوايي ډګرونو کې هم هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅې شنډې شوې دي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.