Language

د مشرانو جرګې دوو انتضابي غړو لوړه وکړه

 کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۹۸): شاه بي بي او ملیحه جامي چې د ولسمشر له خوا مشرانو جرګې ته د معلولینو او معیوبینو د انتصابي استازو په توګه ورپېژندل شوې وې، نن یې د لوړې مراسم ترسره او په کار یې پیل وکړ. 

د مشرانو جرګې نایب فیصل سميع د نوموړې جرګې په نننۍ غونډه کې شاه بي بي او ملحیه د جرګې غړو ته ور وپېژندلې او د دوی د ګومارلو په اړه یې د ولسمشر حکم ولوست.

نوموړي وویل چې د جرګې دغه دوه تنه د ځانګړو احکامو په ترسره کولو سره، په نوموړې جرګه کې د معلولینو او معبیوبینو د انتصابي غړو په توګه وګومارل شوې.

ددغو دوو تازه غړو د لوړې مراسم ترسره او رسماً یې د سناتورانو په توګه کار پیل کړ.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ددغو دوو تازه غړو د لوړې له مراسمو وروسته، د نوموړې جرګې د دارالانشا ریاست ته دنده وسپارله؛ څو د یادو دوه غړو لپاره هغه اسانتیاوې او امتیازونه په واک کې ورکړي چې دجرګې نورو غړو ته یې په پام کې لري.

login or register a new account.