Language

د امريکا دفاع وزير: له افغانستانه د ځواکونو ايستل به له طالبانو سره د تړون برخه نه وي

کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): د امريکا دفاع وزير مارک اسپير په ډاګه کړې چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو ايستل به له طالبانو سره د احتمالي تړون برخه نه وي.

نوموړي دغه څرګندونې په لندن کې له رويټرز اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي، هغه د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په موخه برېتانيا ته تللى دى.

هغه زياته کړې: ((په راتلونکي کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ايستل اړينه نه ده چې له طالبانو سره په کېدونکي تړون پورې تړاو ولري.))

د امريکا د دفاع وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د سفر پر مهال د خپلو ځواکونو کمولو خبره کړې وه.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ١٢زره امريکايي سرتېري مېشت دي او ټرمپ غواړي چې دغه شمېر اتو زرو ته ټيټ کړي.

بلخوا په کابل کې ځينې سرچينې وايي چې ولسمشر ټرمپ له ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پر مهال ژمنه کړې چې د خپلو سرتېرو کمولو په اړه به له دې وروسته له افغان حکومت سره سلا مشورې کوي.

د امريکا د دفاع وزير ويلي، له طالبانو سره له تړون مخکې هر اړخيز اوربند چې تاوتريخوالي کمولو ته لاره هواره کړي، د ټولو خواوو غوښتنه ده.

خو هغه دا هم په ډاګه کړې ده چې په افغانستان کې امريکايي قوماندانان اوس هم د القاعدې او داعش ډلې پر ګواښونو ډېر تمرکز کوي.

ده زياته کړې چې د ټرمپ حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کمولو په اړه له خپلو نړيوالو متحدينو او ناټو سره تل سلا مشورې کوي.

سپير ويلي: ((زه باوري يم چې موږ په افغانستان کې خپل سرتېري کموو، خو دا هم يقيني کوو چې افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر خوندي مرکز بدل نه شي او بيا له دې هېواده پر امريکا بريدونه وکړي.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د سرتېرو کمول له طالبانو سره له کېدونکي تړون سره تړاو نه لري.

login or register a new account.