Language

پلخمري ( پژواک، ۱۲ لیندۍ ۹۸): د بغلان د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې ډېر ژر به د دغه ولایت تر ټولو د نا امنه ډنډشهاب الدین او ډنډ غوري سیمو اوسېدونکو ته برېښنا ورکړل شي، ترڅو يو ځل بيا د وارداتې برېښنا مزي پرې نه کړي.

د بغلان ولایت د برېښنا شرکت د عملیاتي څانګې مسوول انجنیر محمد افسر د لیندۍ په ۱۲ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د برېښنا شرکت ټول بغلان ته د برېښنا رسونې ژمنې پوره کېدو په موخه یو شمېر کلیو ته د برېښنا مزي غځولي او د پاتې نورو يې هم چارې روانې دي.

دی وايي چې په پیل کې یې لس ټرانسفرمره د پلخمري اړوند په ډنډ شهاب الدین او ډنډغوري سیمو کې لګولي چې شاوخوا زرو کورنيو ته به برېښنا ورکړي.

نوموړی زیاتوي: ((دا لرو پرتو سیمو ته د برېښنا رسونې لومړی ګام دى چې ۹۸ سلنه کار یې بشپړ شوی او پاتې سیمو ته چې په دویم پړاو کې دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالۍ دي ۸۰ ټرانسفرمره لګول په کې شامل دي چې پروژه يې منظوره شوې ده.))

د نوموړي په وينا، تر دې وروسته به د کابل او نورو ولايتونو برېښنا په ډنډشهاب الدين او ډنډغوري سيمو کې نه پرې کيږي.

دى وايي: ((دغو خلکو ويل چې ولې دوى ته برېښنا نه ورکول کيږي، نو موږ ورته ډېر ژر برېښنا ورکوو او دوى هم بايد له هوکړې سره نور د وارداتي برېښنا مزي پرې نه کړي.))

په ورته وخت کې د ډنډ شهاب الدين سيمې اوسېدونکي خيال محمد ستانکزي پژواک ته وويل چې د دوى سيمې ته مزي غځول شوي او ډېر ژر به برېښنا هم ورکړل شي.

دى هم وايي: ((د سيمې خلکو د همدې لپاره برېښنا پرې کوله چې برېښنا نه يې درلوده او اوس چې برېښنا ورکول کيږي نو دغه کار به نه کوي.))

د همدې سيمې د ساقي کلي د سيمه ييزې شورا رييس لعل محمد پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې تېرکال د برېښنا پايې درول شوې وې، خو مزي يې وړمه ورځ وصل شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.