Language

د ناټو سرمشريزه غونډه نن لندن کې پيلېږي

 

کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٨) : د ناټو سازمان سرمشريزه غونډه نن لندن کې پيلېږي چې د افغانستان په ګډون به د يوشمېر هېوادونو په موضوعاتو بحثونه او پرېکړې وشي.

په بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه مسوول د ليندۍ په١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو او يو شمېر نورو متحدينو ولسمشران او لومړي وزيران د خپلو هېوادونو په استازيتوب ګډون کوي.

سرچينې زياته کړې چې ددې ناستې مشري به د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ کوي.

د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې نن په لومړۍ ورځ به ددې سازمان اويايمه کاليزه نمانځل کېږي او سبا په دويمه ورځ به د افغانستان په ګډون پر نورو موضوعاتو  بحثونه وشي.

د يادونې ده چې د ناټو سازمان په ١٩٤٩ زېږديز کال کې په لندن کې جوړ شوى .

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ درې ورځې مخکې په يوه خبري غونډه کې ويلي و، چې په دې ناسته کې په تېرو٧٠ کلونو کې د ناټو سازمان د لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو او ننګونو په اړه خبرې کيږي.

هغه زياته کړه چې په سرمشريزه غونډه کې به د يادو لاسته راوړنو ترڅنګ په راتلونکو پروګرامونو هم بحثونه او يو شمېر پرېکړې وشي.

د ناټو سرمنشي وايي، په سرمشريزه کې به ټول غړي هېوادونه د افغان ځواکونو د ملاتړ  ژمنې بيا تکراروي،څو دا هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

login or register a new account.