Language

د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون غونډه د دوو وکیلانو ترمنځ شخړې ګډوډه کړه

 

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۸): د ولسي جرګې دوو غړو الله ګل مجاهد او بلقیس روشن نن د دې جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون په ناسته کې لفظي شخړه وکړه او پر یو بل یې ګیلاسو وار کړل چې د یادې غونډې د ګډوډېدو سبب شو.

د ولسي جرګې د شکایاتو اورېدو کمېسیون مرستیال حمیدالله توخي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بګرام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي، د یوې حقوقي دعوې په تړاو دغه کمېسیون ته ور غوښتل شوي وو.

د هغه په وینا، الله ګل مجاهد د کمېسیون په غونډه کې وویل، ښه دا ده څو دا موضوع د حقوقو ریاست ته وسپارل شي، خو بلقیس روشن او د بګرامیو ولسوالۍ ځینو اوسېدو ټینګار کاوه چې د دې موضوع په اړه دې د شکایاتو اورېدو کمېسیون پرېکړه وکړي.

د نوموړي په خبره، وروسته د مجاهد او بلقیس ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه او لومړی بلقیس روش د الله ګل مجاهد او بیا مجاهد د بلقیس خوا ته د ګیلاس وار وکړ، خو دغه ګلاسونه پر یوه هم نه دي لګېدلي.

توخي زیاته کړه چې دواړو یادو کسانو یو بل ته بد رد وویل او د کمېسیون غونډه ګډوډه شوه او پای ته ورسېده خو د کمېسیون نورو غړو د دغو وکیلانو ترمنځ ستونزه حل کړه.

بلقیس روشن لفظي شخړه تایید کړه خو ویې ویل چې لومړی مجاهد د هغې پر لور د ګیلاس وار وکړ.

روشن ادعا وکړه: «الله ګل ماته وویل چې له کابله دې ورکوم، ما ورته وویل لاس دې خلاص، اوس خو کابل کې یم.»

خو الله ګل مجاهد دا ډول پېښه رد کړه او ویې ویل: «د همکارانو ترمنځ شخړه راځي او په پارلمانونو کې دا ډول شخړې یوه عادي خبره ده.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په یوه ګردي مېز د مجاهد او روشن ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.