کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، افغانستان ته یې سفر بریالی و او د دغه هېواد له ولسمشر غني سره یې ليدنه ګټوره بللې ده.
ټرمپ دغه څرګندونې پرون ناوخته د ناټو په سرمشريزه کې د ګډون په موخه لندن ته له رهي کېدو مخکې په واشنګټن کې خبريالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړې: "افغانستان ته ولاړم، خوښ مې شو، تاسو پوهېږئ چې هغه (سفر) ښه و. "
د امريکا ولسمشر ټرمپ د تېرې جمعې په شپه په يو نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغى.
هغه وايي: "افغانستان ته زما سفر ډېر بريالی و. "
نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې يې له يو شمېر خلکو سره ښې ليدنې درلودلې، په ځانګړې توګه له ولسمشر غني سره یې خپله ليدنه ګټوره وبلله.
ټرمپ په بګرام د امريکا د (شکرانې) دوديزي مذهبي ورځې لمانځلو لپاره بګرام ته راغى او دا يې افغانستان ته لومړى سفر و.
ټرمپ افغانستان ته د سفر پر مهال ويلي وو چې طالبان دغه ځل اوربند ته چمتو شوي، که هغوى جنګ غواړي نو امريکا ورسره جګړې ته اماده دي.
login or register a new account.