Language

غزني ښار (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٨): په غزني کې د دوو چاودنو له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او نهه نور ټپيان شوي دي.

په دې اړه د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد خان سيرت پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د غزني ښار په بزازۍ سيمه کې د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې له دې پېښې د يوه ماشوم په ګډون اووه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي. نوموړي وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.

دغه راز احمد خان سيرت دا هم وويل چې نن سهار مهال د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده. هغه وايي چې په دغه چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي. بل لورته د افغان دولت وسله والو مخالفينو د يادو چاودنو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.