کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزير او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله پر يو شمېر مسايلو ټيلېفوني خبرې کړې دي.
ډاکتر عبدالله په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دغه ټيلېفوني خبرې پرون ناوخته وشوې.
هغه زياته کړې، په دې اړيکه کې دواړو افغانستان ته د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وروستي سفر، د سولې پروسې او د ټاکنو اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.
د يادونې ده، د امريکا ولسمشر ټرمپ د تېرې جمعې په شپه په ناڅاپي سفر د افغانستان بګرام هوايي ډګر ته راغلى و.
هغه له خپلو سرتېرو سره د ليدنې ترڅنګ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د حکومت له پلاوي سره هم ځانګړې ليدنه وکړه.
ټرمپ په دې ليدنه کې وويل چې طالبان دغه ځل اوربند ته چمتو شوي، که هغوى جنګ غواړي نو امريکا ورسره جګړې ته اماده دي.
login or register a new account.