ښرنه (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٨): پکتيکا کې د سيمه ييزې اردو يو شمېر سرتېري وايي چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخواوې نه دي ترلاسه کړې چې له امله يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د سيمه ييزې اردو يوه سرتېري نورمحمد (مستعار نوم) د لېندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نهه مياشتې کېږي چې په سيمه ييزه اردو کې دنده ترسره کوي خو تر اوسه يې معاش نه دى ترلاسه کړى.
هغه وايي: ((زموږ کورنۍ زموږ همدې معاش ته سترګې په لار دي، نږدې يو کال شو معاش يې نه دى راکړى، دوکانداران را نه هره ورځ خپلې پيسې غواړي خو موږ ترې ځان پټوو.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د مياشتني تنخوا د نه ورکولو له امله يو شمېر سرتېرو دندې پرېیښې او اوس د وسله والو مخالفينو له وېرې هم په ازاده توګه ژوند نه شي کولاى.
دغه راز د همدې ولسوالۍ د سيمه ييز اردو بل سرتېري عبدالحق سليمانخيل پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخوا نه ده ترلاسه کړې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.
دى وايي: ((زه اصلاً د جاني خېلو اوسېدونکى يم خو دلته راغلى يم په اردو کې دنده ترسره کوم، سره له دې چې معاش يې نه دى راکړى، يونفورم يې هم نه دى راکړى او د وسلو له کمښت سره هم مخ يو.))
همدارنګه د سيمه ييزو اردو يو بل سرتېري عثمان پژواک ته وويل چې له ٦٠ نورو سرتېرو سره يوځاى دنده ترسره کوي خو مياشتنۍ تنخواوې نه ورکول کېږي.
ده زياته کړه: ((ورځ په ورځ د سرتېرو شمېر کمېږي، که معاش ور نه کړي دغه سيمه ييزه اردو له منځه ځي.))
يو شمېر نورو سرتېرو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.
په ورته وخت کې د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزې اردو يو شمېر سرتېرو ته مياشتنۍ تنخواوې نه دي ورکړل شوي.
هغه وايي: ((موږ ته هم شکايت کړى و موږ دغه مسئله د ملي دفاع وزارت نه له راغلي پلاوي سره شريکه کړه او هغوى يې هم د حل ژمنه وکړه.))
بل لور ته د پکتيکا د والي وياند زيار خان ياد هم ومنله چې د سيمه ييزې اردو يو شمېر سرتېرو ته تنخواوې نه دي ورکړل شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP