کابل (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په قطر کې له طالبانو سره د مذاکراتو د يو ځل بيا پيل اعلان وکړ.
د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لېندۍ په١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان سولې د هڅو په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد افغانستان او قطر ته روان شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه به لومړى په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او سياستوالو سره سلا مشورې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه سفر د ولسمشر ټرمپ د هغه سفر په تعقیب ترسره کېږي چې تېره اوونۍ يې افغانستان ته کړى و.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دا هڅې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل د هڅو يوه کړۍ ده.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې له کابل وروسته به زلمى خليلزاد قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره د خبرو اترو درېدلې لړۍ بېرته پيل کړي.
سرچينې ويلي، له طالبانو سره به د زلمي خليلزاد د خبرو موخه د بين الافغاني مذاکراتو له لارې د افغان شخړې د يوه سوله ييزې حل لارې رامنځته کول او د تاوتريخوالي داسې کمول چې بالاخره اوربند ته لاره هواره کړي.
د يادونې ده، دوه مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر ټرمپ د يوه ټويټ له لارې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ځنډولې وې.
زلمى خليلزاد پرون کابل ته رسېدلی، له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس سره يې پر خپلو تازه هڅو خبرې کړې دي.
login or register a new account.