Language

ناکامورا ته په ټولنيزو شبکو کې د افغانانو پيرزوينې

کابل (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٨): په ننګرهار کې د جاپانۍ مرستندويې ادارې د مشر ډاکتر ناکامورا د وژنې په اړه په ټولنيزو شبکو کې خلکو بېلابېل ډول غبرګونونه ښودلي دي.

ډاکټر ناکامورا چې د پي اېم اېس په نوم د يوې جاپانۍ خيريه موسسې مشر و، پرون سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې وسله وال  بريد کې لومړی ټپي و خو وروسته یې بیا ساه ورکړه.

په دغه بريد کې د هغه پنځه نور ملګري هم ووژل شول.

ناکامورا په ننګرهار کې د کرنې، اوبو لګولو، روغتيا او ښوونې او روزنې په برخو کې ډېر زيات کارونه کړي وو او د خلکو زړونه يې ګټلي وو.

د هغه وژلو نه يواځې د ننګرهار اوسېدونکي، بلکې د ټول افغانستان خلک يې دردولي دي او خلکو په ټولنيزو شبکو کې د هغه په اړه بېلابېل ډول پوسټونه کړي دي.

سلګونو کسانو په فېسبوک او ټويټر کې د خپل پروفايل پر ځاى  د ناکامورا عکسونه لګولي، ځيني يې په اړه شعرونه ليکلي او ځينو بيا د هغه عکسونه رسامي کړي دي.

د هېواد وتلى انځورګر حمدالله ارباب د ډاکتر ناکامورا عکس رسامي کړی او په خپله پاڼه کې يې خپور کړى دى.

ارباب ليکلي: ((کاکا ناکامورا افغان و او لکه د نورو وطندوسته افغانانو په څېر يې د افغانستان پر ابادۍ سر کېښود، موږ درته ملامت يو او بښنه درنه غواړو!))

ليکوال او ټولنيز فعال خوشال خليل د خپل فېسبوک پروفایل کې د ناکامورا عکس لګولى او په دې اړه يې په خپل پوسټ کې ليکلي: ((فقيد ناکامورا به هر ورځ له عامو خلکو سره په پوله پټي ګرځېده، هغه به حتى څاګانو ته ښکته کېده او پاکولې به يې، د هغه وژل ډېر اسانه و، خو هغه د ولس په منځ کې چا نه شوای وژلى.))

خليل زياته کړې، د ناکامورا بل ملګری چې په ۲۰۰۸ کال کې د ولس له منځه وتښتول شو، ټول کلی پسې ووت او معلومه شوه چې د پېښې تر شا د طالبانو لاس دی، ناکامورا ولسي امنيت درلود، کلونه کلونه يې په ولسي امنيت کې تېر کړي وو، دښمن هغه د ښار په منځ کې په تر ټولو ډېرې څارل کېدونکي امنيتي ساحه کې له خپلو ساتونکو سره وواژه.

ناکامورا د بيارغونې ډېر کارونه د ننګرهار په ښېوې (کوز کونړ) ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکى زردشت شمس هم په خپل پروفايل کې د ناکامورا عکس لګولى دى.

هغه په فېسبوک کې ليکلي: ((ډاکتر ناکامورا د افغانستان د اوبو پر سر د جګړې قرباني شو.))

د ټولنې شبکې فعال ليکوال نعمان دوست په خپله فيسبوک پاڼه کې د ناکامورا هغه عکس خپور کړى چې د يو نوي جوړ شوي کانال په منځ کې ولاړ دى او له پاسه د لومړي ځل لپاره په دغه کانال کې اوبه راځي.

دوست ليکلي: ((حکومت که د ناکامورا انتقام اخلي، د يو څو مقاماتو بانکي حسابونه دې کنګل کړي، موږ ولس به هم خپل وس بسپنه وکړو، د کونړ پر اوبو دې لږ تر لږه يو متوسط د برېښنا بند جوړ کړي او د همدغه په نوم دې کړي.))

زيرک فهيم وايي چې په ټويټر کې يې د ناکامورا په اړه يو ټويټ کړى و، يو جاپاني د ده د ټويټ په ځواب کې داسې ليکلي: ((ښاغلی ناکامورا له جګړې ډېره کرکه درلوده، هماغسې لکه زه چې يې لرم! هغه د اوبو يو کانال جوړ کړ او افغانستان يې زرغون کړ، هيله ده افغانان ترې له نن وروسته يو سوله ييز افغانستان جوړ کړي!))

په ټولنيزو شبکو کې ډېرو کسانو د ناکامورا د فعاليتونو او د هغه له خوا د ترسره شوو پروژو عکسونه خپاره کړي او هغه يې ستايلى دى.

د ميوند په نوم يوه کس په ټويټر کې د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ هغه دوه عکسونه خپاره کړي چې يوه يې د ناکامورا له پروژې مخکې شاړه وچه ځمکه او بله يې له پروژې وروسته په شنه سيمه بدله شوې ده.

ميوند ليکلي: ((ناکامورا کانالونه ويالې جوړولې، څو خلک ښه ژوند وکړي.))

ټولنيز فعال ليکوال مجيد قرار هم په ټويټر پاڼه کې د خپل عکس پر ځاى د ناکامورا عکس لګولى او خپور کړى دى، هغه له نورو خلکو هم غوښتي چې په پروفايلونو کې د ناکامورا عکس ولګوي، څو د هغه کورنۍ ته تسل شي چې افغانان ورسره څومره مينه درلوده.

قرار وړاندې ليکلي: ((موږ خپل محسنان او مينه وال داسې وژنو لکه ناکامورا او خپل دښمنان داسې پالو لکه پاکستان، بس دغه زموږ د غميزې خلاصه ده.))

د دې ځاى ترڅنګ د کوزې پښتونخوا اوسېدونکو هم د ناکامورا پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او خپل احساسات يې په بېلابېل ډول بيان کړي دي.

د کوزې پښتونخوا وتلي سياستوال ليکوال او شاعر افراسياب خټک د ناکامورا په اړه يو لنـډ شعر ليکلى او په ټويټر کې يې خپور کړى، شعر داسې دى:

سترګې نم، ټټر سورى او غم شديد دى ++ چه د زړه په کور مېلمه باندې مې برید دى

دغه قتل کې پټ بل هم يو تهديد دى +++ ناکامورا  د  کونړ  پر  سيند  شهيد  دى

د کوزې پښتونخوا اوسېدونکى د پښتو ژبې وتلي سندر غاړي هارون باچا هم د ناکامورا په اړه شعرونه په خپل خوږ غږ کې ويلی؛ د هغه د سندرې يوه برخه څه داسې ده:

څه د کار سړى دې مړ کړ +++ زما يار سړى دې مړ کړ

موږ به يې سيوري ته راغونډ وو ++ څه چنار سړى دې مړ کړ