Language

کندهار (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨): ناپېژاندو وسله والو د کندهار سرپوزې زندان د ملي امنیت مدير وواژه.

نن مازیګر څلور بجې وسله والو د ميا محمد ناصري په نوم د ملي امنیت پر ياد مدیر برید وکړ.

د کندهار يوه دولتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط ياد خبر تائيد کړ او وایي، په بريد کې د ملي امنیت مدير ناصري وژل شوی او بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.

وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

Related Topics