Language

ولسمشر غني: د ناکامورا پروژې به د هغه په نوم ونومول شي

 

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨) : ولسمشر غني وايي، هغه پروژې چې جاپاني ډاکټر ناکامورا د افغانستان په ختیځ کې اجرا کړي، د ده په نوم به  ونومول شي.

له ارګ څخه دليندۍ په ١٦مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون تر ماښام وروسته د وژل شوي جاپاني ډاکټر تتسو ناکامورا له ښځې او لور سره په ارګ کې وکتل او د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب یې د نوموړي کورنۍ‌، د جاپان دولت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګېرنې مراتب څرګندکړل.

ډاکټر ناکامورا د تېرې چهارشنبې په ورځ سهار مهال په جلال اباد ښار کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې له خپلو پنځو ملګرو سره و وژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمن او د هېواد د ملي امنیت سلاکار هم شتون درلود، ولسمشر غني وویل، ډاکټر ناکامورا ستر او زیارکښ شخصیت و چې په تېرو ۲۲ کلونو کې یې په خپلو ګټورو فعالیتونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ځینو سیمو خلکو ژوند بدل کړی دی. هغه زیاته کړه، د ډاکټر ناکامورا وژنه یوه فاجعه ده او ټول افغان ولس پر دغې پېښې غمجن دی.

هغه د ډاکټر ناکامورا بشپړو شویو پروژو ته په اشارې وویل، ډاکټر ناکامورا خپل کار په افغانستان کې د لرې پرتو سیمو خلکو له درملنې پیل کړ او د اوبو د مدیریت، کرنې او اوبولګولو سیستم د ایجاد په برخو کې یې بريالۍ پروژې بشپړې کړې.

ولسمشر محمداشرف غني د ډاکټر تتسو ناکامورا کاري طریقه بریالۍ وبلله او ويې ویل، ده افغانستان او افغانان په ژوره توګه پېژندل او له بې وزلو سره د هغه ځانګړې لېوالتیا نوموړی پر انسان دوست شخصیت بدل کړ.

هغه زیاته کړه، ویاړم چې دوه ورځې مې له ډاکټر ناکامورا سره تېرې او د ده د پروژو په اړه مو خبرې وکړې، همداراز مې نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابعیت او د افغانستان ترټولو عالي دولتي مډال ورکړ.

ولسمشر غني څرګنده کړه، افغان ولس ډاکټر تتسو ناکامورا د افغانستان یو ستر شخصیت بولي او کورنۍ یې د افغانانو په زړونو کې ځای لري.

نوموړي زیاته کړه، ډاکټر تتسو ناکامورا ته د درناوي په پار به نن په ځانګړو مراسمو کې د نوموړي د جسد ملتیا وشي، دغه راز به هغه پروژې چې ډاکټر ناکامورا  د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې اجرا کړي، د ده په نوم شي. هغه زیاته کړه، د افغان ولس وجیبه ده چې د ډاکټر ناکامورا فکر، کار او یاد تلپاتې وساتي.

ولسمشر غني د ډاکټر ناکامورا د وژنې عاملین د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ دښمنان وبلل او ويې ویل، زموږ د امنیتي او دفاعي قواوو دنده ده هغه افراد او عاملین وپېژني او ونیسي چې د ډاکټر ناکامورا په ترور کې یې لاس درلود. د هېواد جمهوررئیس په دې اړه امنیتي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

وروسته د ډاکټر تتسو ناکامورا ښځې او لور د هېواد د جمهوررئیس او افغان ولس د خواخوږۍ او غمشریکۍ قدرداني وکړه او ويې ویل، افغان ولس چې ډاکټر ناکامورا سره یې تر دې حده مینه لرله او خپله غمشریکي یې وکړه منندوی یوو. دوی  د ډاکټر ناکامورا پنځو افغان شهید شويو همکارانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.

login or register a new account.