مزارشريف (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۸): د بلخ د عامې روغتيا رياست څوکۍ يو ځل بيا جنجالي شوې چې له امله يې د بلخ حوزوي روغتون چارې ټکنۍ شوې دي.
د دغه ولايت يوې باوري سرچينې د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مقام يو ځل بيا د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست لپاره د ډاکتر خليل حکمتي د ګومارل کېدو برخه کې ناغېړي کوي.
د بلخ ولايتي شورا هم غوښتنه کوي چې حکومت بايد يادې ستونزې ته په عاجل ډول رسېدنه وکړي.
د بلخ د حوزوي روغتون ډاکتران او د مزارشريف مدني فعالان وايي چې روان وضعيت پر روغتيايي خدماتو منفي اغېزه کړې او حکومت يې بايد ژر تر ژره حل کړي.
شاوخوا اووه مياشتې وړاندې ډاکتر خليل حکمتي د ازاد رقابت له لارې د ډاکتر ميرويس ربېع پر ځای د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه وټاکل شو خو د ربېع د مخالفت له امله ياد جنجال نږدې يوه مياشت دوام وکړ.
هغه مهال مرکزي حکومت، بلخ ولايت مقام او ډاکتر مېرويس ربېع ترمنځ د يوه جوړجاړي په پايله کې ډاکټر خليل حکمتي د ننګرهار د عامې روغتيا رياست ته ولېږل شو او د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد درانی د بلخ رياست ته د خدمتي رييس په توګه واستول شو، چې نږدې شپږ مياشتې يې د سرپرست ريس په توګه دنده ترسره کړه.
اوس په تازه اقدام کې د عامې روغتيا وزارت له خوا ډاکتر نصيراحمد درانی بېرته د ننګرهار د عامې روغتيا رييس په توګه معرفي شوی او د بلخ عامې روغتيا رياست څوکۍ د بيا ځلي جنجال له امله بې سرپرسته پاتې ده.
يادې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، مرکزي حکومت غوښتل ډاکتر خليل حکمتي په دغه ولايت کې د عامې روغتيا د رييس په توګه وګوماري خو زياتوي چې د ولايت مقام د نه همکارۍ له امله دغه چاره ځنډېدلې ده.
دا چې ولايت مقام ولې د حکمتي د معرفي کېدو په برخه کې اقدام نه کوي، په دې اړه سرچينې څه ونه ويل.
په ورته مهال د بلخ د حوزوي روغتون ډاکټران وايي چې د روان وضعيت دوام پر روغتيايي خدماتو منفي اغېز کړی دی.
د بلخ د حوزوي روغتون د داخله ناروغيو يوه ډاکتر پروفيسور غلام حيدر له پژواک سره په مرکه کې وويل چې له تېرو شاوخوا اوه مياشتو راهيسې د بلخ د عامې روغتيا رياست سرپرستي د روغتيايي خدماتو برخه کې منفي اغېزې کړي دي.
هغه زياتوي چې دمګړۍ د بلخ په حوزوي روغتون کې طبي مواد د نشت برابر شوي او د شفاخانې بودجه هم ختمه شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP