کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٨) یوې امريکايۍ ورځپاڼې د حکومت داسې محرم اسناد ترلاسه کړي چې په کې په ډاګه شوې، ځايي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه خپل ولس ته دروغ ويلي دي.
یاده ورځپاڼه وایي، د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي.
دغې ورځپاڼې زياته کړې، معلوماتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ یې د دغو محرمو اسنادو د را برسېره کولو لپاره محکمه کې درې کلنه مبارزه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، دغه اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاوو د اروزنې لپاره ترسره شوې وه.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي، د دې پروژې په ترڅ کې له جګپوړو امریکایي پوځي جنرالانو، ډیپلوماټانو، خیریه کار کوونکو او افغان چارواکو سره مرکې شوې دي.
که څه هم د دې کسانو هویت نه دی ښودل شوی، خو ګڼو کسانو په خپلو څرګندونو کې د افغان جګړې او د امریکا پر ناپوهۍ او ناسمو تګلارو او پرېکړو سختې نیوکې کړې دي.
واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې د جنرال ډګلس لوټ څرګندونې را اخیستې دي چې د ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما په واکمنیو کې د افغان جګړې په برخه کې د سپینې ماڼۍ یو مهم سلاکار و.
نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې دې فدرالي پروژې ته ویلي، امریکایان اصلاً پر افغانستان نه پوهېدل او پر دې نه پوهېدل چې هلته څه کوي او د څه ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته تللي.
هغه زياته کړې، د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او کانګرس د افغان جګړې په اړه یوه خوله نه وو.
ډګلس لوټ په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکایي پوځیانو د وژنې پړه هم د حکومت پر همدې ناپوهۍ او ګډوډۍ ور اچوي.
د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې کابو ۷۷۵۰۰۰ امریکایي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی، او ځینې یې تر یو ځل ډېر هلته تللي.
سرچينې زياته کړې، له دې ډلې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زرو ډېر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ټپیان شوي دي.
اشنګټن پوسټ وایي، د افغان جګړې د ارزونې او پلټنې دې فدرالي پروژې جوته کړې ده چې د امریکا درې ولسمشران، جورج بوش، بارک اوباما او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغان جګړه کې پاتې راغلي.
ورځپاڼه د دې موندنو پر بنسټ وایي، درې واړه ولسمشران او د دوی پوځي جنرالان نه دي توانېدلي چې د افغان جګړې په اړه له خپل ولس سره کړې ژمنې پوره کړي.
دوی همدا راز په افغانستان کې د فساد په مخنیوي، د افغان امنیتي ځواکونو په سمه روزنه او سمبالښت او د نشه یي توکو د کرکیلې په ختمولو کې پاتې راغلي دي.
د پروژې موندنې ښیي چې امریکایي پوځي او سیاسي چارواکو په لوی لاس د افغانستان وضعیت په اړه خپلو خلکو ته دروغ ویلي او هڅه یې کړې چې خپلې نیمګړتیاوې او ناکامۍ پټې کړي او د بري ادعاوې وکړي.
که څه هم سپينې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د امريکا د مشرانو جرګې يا سنا مجلس غړو غبرګونونه ښودلي دي.
اوس سناتوران نيوکه کوي چې په افغانستان کې له ۱۸ کلونو راهيسې د روانې جګړې په اړه دقيق معلومات نه دي ورکړل شوي او ټينګار کوي چې د امريکا حکومت بايد د يادې جګړې څرنګوالي په اړه بشپړ وضاحت وړاندې کړي.