Language

د لوګر خلک د نوي کابل بانک خدمتونو له خرابوالي شکایت کوي

پل علم (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٨): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي او دولتي مامورين په دغه ولايت کې د نوي کابل بانک خدمتونو له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې پيسې او مياشتني معاشونه پر وخت نه شي ورته اجرا کولی.

په دې اړه د مرکز پل علم اوسېدونکي جميل د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د نوي کابل بانک خدمتونه ډېر کمزوري شوي او ډېرى وخت د ډالرو حسابونه نه اجرا کوي.

هغه وايي: ((زه يې ډېر پخوانى مشتري يم، خو په دې وروستيو کې د ډالرو حساب نه اجرا کوي نو موږ مجبور يو چې کابل ښار ته ولاړ شو چې بيا له امنيتي پلوه د پيسو انتقال موږ ته ډېر سخت دى.))

دغه راز د لوګر د عالي دارالمعلمين رييس محمد اکبر ستانکزي پژواک ته وويل چې د دوى ټولو مامورينو مياشتنۍ تنخواوې د کابل بانک له لارې حواله کيږي.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان بانک ورته د معاشونو لپاره چک استوي، دوى يې بيا په اجرا کې څو ورځې ځنډ کوي او زموږ ټول مامورين بيچاره ګان له اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي، همدى معاش ته ناست دي.))

همدارنګه د کلنګار جهادي لېسې ښوونکي محمد صابر پژواک ته وويل چې په بانک کې ګڼه ګوڼه ډېره وي خو د مامورينو شمېر کم دى.

دى زياتوي: ((د معاش په ورځو کې په بانک کې سخت بېروبار وي، داسې هم شوي چې زه درې ورځې له سهاره تر مازيګره ورغلى يم خو معاش مې نه دى ترلاسه کړى، بانک بايد خپل مامورين ډېر کړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د کابل بانک مسوولينو د يادې ستونزې په اړه د نظر له ورکولو ډډه وکړه، خو په لوګر کې د دغه بانک يوې سرچينې د نوم د نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې په بانک کې ستونزې وې خو اوس هرڅه حل شوي دي.

هغه وايي: ((مشکلات تر ډېره حل شوي دي او موږ اجازه نه لرو چې له رسنيو سره خبرې وکړو.))

په دې اړه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې په کابل بانک کې د شته ستونزو په اړه خلکو د ولايت مقام ته هم شکايتونه کړي دي.

ده وويل چې د کابل بانک په اړه د خلکو شکايتونه او وړانديزونه د دغه بانک له مسوولينو سره شريک شوي او هغوى يې د حل ژمنه کړې ده.

د يادونې ده، شاوخوا لس کاله وړاندې کابل بانک له اقتصادي بحران سره مخ شو چې له هغه وروسته دغه بانک له خصوصي سکټور څخه دولت ته سپارل شوى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.