کابل (پژواک،٢٠ لېندۍ ٩٨): د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د غالیو د ازمایښت لابراتوار پرانیست.
د یاد لابراتوار د پرانیستې پر مهال د دې ادارې رییس ډاکتر محمد موسی عَلَمي وویل چې د غالیو د لا معیاري کولو او هغو ته د غوره بازار موندلو په هدف یې د غالیو د ازمایښت لابراتوار پرانیست.
د هغه په خبره، دغه لابراتوار د غالیو په صادراتو کې زیاته مرسته کولی شي او په نړیوال بازار کې د افغاني غالیو ارزښت ټاکلی شي.
د نوموړي په وينا، یاد لابرتوار به له دې وروسته د غالیو، تارونو او نساجي په برخه کې شاوخوا (۲۲) ډوله ازمېیښتونه کوي.
عَلمي وویل چې انسا ادارې د غالیو لپاره (۱۴) ځانګړي سټنډرډونه تدوین کړي چې د دغه لابراتوار په مرسته به پلي کېږي.
د يادې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه چې اپلایدټیک شرکت یې د انسټالېشن او ټریننګ فعالیتونه په غاړه درلودل، د (۱۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوه.