Language

غزني کې د ماين چاودنې ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني ښار (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې د ماين د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې نن سهار د غزني ښار-جغتو ولسوالۍ پر لويه لار د ملکي وګړو پر فلانکوچ موټر د ماين چاودنه شوې ده.

د نوموړي په وينا په دغه چاودنه کې د يو ماشوم او څلورو ښځو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه چې ياد شوي موټر له دايکندي ولايت څخه د غزني ولايت پر لور حرکت کړى و چې د لارې په اوږدو کې د ماين له چاودنې سره مخ شوى دى.

نوموړي تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى وو.

دغه راز د سيمې يو اوسيدونکي محمد الله هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل: ((زه هم خبر شوم چې د ملکي خلکو په فلانکوچ موټر چاودنه شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم.))

بل لورته وسله والو طالبانو د يادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.