Language

د خبريالانو د دندې پرمهال د اخيستل شوو انځورونو نندارتون جوړ شو

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۸): په ننګرهار او خوست ولايتونو کې دخبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري د کار پر مهال د خبريالانو د اخيستل شويو انځورونو نندارتون جوړ شو چې د هېواد د ټولو ولايتونو د خبريالانو ۵۷ انځورونه په کې نندارې ته اېښودل شوي و.

د دغې ټولنې مسوولین وایي، د ياد نندارتون موخه د خبريالانو او په ځانګړې توګه د پردې تر شا د خبريالانو د زيار قدرونه ده.

په ختيځ کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شيرشاه همدرد د لېندۍ په ۲۳مه د دغه نندارتون د پرانېستې پرمهال وويل، دوی په ټول هېواد کې له خبريالانو هغه انځورونه راټول کړي چې د جګړو، مظاهرو او نورو ستونزمنو حالاتو کې د هغوی د کار پرمهال اخيستل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نندارتون کې ۵۷ بېلابېل ډوله انځورونه نندارې ته اېښودل شوي چې د خبريالانو د کار پرمهال د هغوی د ستونزو څرګندونه په کې شوې ده.

د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند چې دغه نندارتون ته راغلی و، وويل، خبريالان د لا ډېرو دا ډول غونډو او نندارتونونو د قدرونې وړ دي؛ ځکه د همدوی په مرسته د جګړې د زيانونو په اړه نړيوال د افغانستان انځور ويني.

هغه له خبريالانو هم وغوښتل چې د خپل کاري مسووليت د اداء کول تر څنګ دې خپل ژوند او خونديتوب ته هم پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې خبريالانو هم دا چاره د دوی د ستړي ژوند د سختو د قدرونې لپاره غوره ګڼي او د خونديتوب له کمېټې مننه کوي.

په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د يوه سيمه ييز تلوېزيون خبريال نياز محمد خاکسار د دې نندارتون جوړول ګټور ياد کړل، خو ټينګار يې وکړ چې د ننګرهار د خبريالانو انځورونو ته بايد په دې نندارتون کې زياته برخه ورکړل شوې وای.

په ختيځ کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټه دغه زون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د دوی د ژوند خونديتوب برخه کې د ستونزو د موجوديت په اړه هم اندېښنه لري.

د يو بل خبر له مخې، په خوست کې هم د افغان خبریالانو د کاري ساحې د عکسونو نندارتون جوړ شو.

 دا نندارتون چې سوېل ختيځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا جوړ شوی، کابو يوه مياشت به دوام کوي. اصلي موخه ددې نندارتون څخه له خبريالانو سره د خلکو همکاري او د هغوی د ژوند رښتينی انځور ښودل شوې.