Language

مشرانو جرګه: اوربند باید سرتاسري وي نه یواځې د امریکا او طالبانو ترمنځ

کابل (پژواک ۲٤ ليندۍ ۹۸): د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د رایو د بیا شمېرنې د پیل د هرکلي ترڅنګ وایي چې اوربند باید یواځې د امریکا او طالبانو ترمنځ نه وي او امنیتي ځواکونه دې د قیصاري د نیولو د امر په تطبیق کې له احتياطه کار واخلي.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې نهه پړاوه خبرې، څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر له خوا ودرېدې؛ خو تېره اونۍ په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د درېیو طالب زندایانو له خوشي کېدو وروسته دا خبرې بیا په قطر کې پیل شوې، خو په بګرام کې پر امریکایي اډې له برید وروسته په موقت ډول ځنډول شوې دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دغه ډله به له امریکا سره له توافق وروسته، د دغه هېواد نظامیانو ته اجازه ورکړي چې په خوندي ډول له افغانستانه ووځي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د تړون له لاسلیک وروسته طالبان پر امریکایي نظامیانو بریدونه نه کوي.

سهیل شاهین ویلي، کله چې بین الافغاني خبرې پیل شي او یوه تړون ته ورسیږي، وروسته له هغه به طالبان پر افغان ځواکونو هم برید نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو پیل شرط اوربند اعلان کړی او ویلي یې دي چې له اوربند پرته له هغوی سره مذاکره نه کوي.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې پر همدې موضوع خبرې وشوې.

د کندهار خلکو استازي رحمت الله اڅکزي د جرګې په دې ناسته کې وویل: «موږ په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره له هر اقدام څخه ملاتړ کوو او خدای وکړي نتیجه ورکړي؛ که امریکا او طالبان اوربند وکړي او د افغانستان دولت ترې مستثنا شي، جنګ به شدت پیدا کړي او دا کار د افغانستان پر وړاندې خیانت دی.»

په دې جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمد حنیف وویل: «پنځه ورځنۍ سوله موږ ته د منلو نه ده، په هغه بهیر کې چې افغانان حضور ونه لري، موقتي به وي او د افغانانو لپاره د منلو نه وي.»

نوموړي زیاته کړه، هغه اوربند چې د امریکا او طالبانو له توافق وروسته رامنځته کېږي، باید ټولیز وي او یواځې د امریکا او طالبانو تر منځ نه وي.

د جرګې بل غړي کامل بېک وویل، وروستۍ خبرې چې په قطر کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ پیل شوې، په افغانستان پورې اړه نه لري؛ ځکه هغه خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ په اوربند باندې روانې دي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ایزدیاد وویل: «هغه بهیر چې نن د امریکا او طالبانو ترمنځ دوام لری، د افغانستان د مصالحې او سولې سره مستقیم ارتباط نه لري، د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو بهیر، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ابرومند وتلو پروسه ده.»

د نوموړي په وینا، په دغو خبرو کې هم د هغو اندېښنو په اړه چې امریکا یې له طالبانو د “تروریستي ډلې” په نوم لري؛ خبرې کېږي.

هغه زیاته کړه: «هر ډول خبرې چې د افغانستان دولت، سیاسي ډلې او خلک په کې رول ونه لري، عمومي اوربند نه وي او د امریکا او طالبان ترمنځ یو طرفه نافذ شي او د افغانستان دولت په کې مستثنا شي، وضعیت بحراني او سختوي، نظامي او ملکي وژنې به زیاتې شي او د افغانستان د خیر لپاره له مختلفو اړخونو د خیر غوښتنه نه لیدل کېږي.»

ایزدیاد له امریکا، ناټو او د افغانستان له نورو متحدانو وغوښتل چې د خپلې پرېکړې دغو عواقبو ته د پام وکړي.

ټاکنې

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې؛ خو تراوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې. ټاکنو خپلواک کمېسیون د فساد په اړه د ځينو ادعاوو له مخې، په ۲۷ ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه ترسره کړه؛ خو یوشمېر ټاکنیز ټيمونه په ځانګړي ډول د ثبات او همپالنې ټيم، په اوو ولایتونو کې د هغه مانع شوي وو؛ خو نن يې د دغه بهير پيلولو ته اجازه ورکړه.

په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي مولوي محی الدین د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د رایو د بیا شمېرنې په اړه د ثبات او همپالنې ټيم له پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وویل چې اوس باید کمېسیون دغه بهیر چټک کړي او د خلکو اندېښنې پای ته ورسوي.

د جرګې بل غړي کامل بېک هم ورته خبرې درلودې او وویل چې کمېسیون دې ژر د ټاکنو پایلې اعلان کړي؛ ځکه د نوموړي په خبره د ټاکنو په اعلان کې ځنډ د افغانانو د ډېرو ستونزو سبب شوي دي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ایزدیاد چې د جرګې د نن ورځې د ناستې مشري یې پر غاړه لرله، وویل: «زه له ثبات او همپالنې ټيم څخه مننه کوم، هغه فکر چې راتلونکی یې په نظر کې و، اجازه ورکړه څو کمېسیون په اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.»

نوموړي له ټاکنو کمېسیونه وغوښتل څو دغه بهیر چټک کړي او په ټاکنو کې روڼوالی او عدالت په مسالمت امېز ډول تامین کړي.

د قیصاري خوشي کېدل

نظام الدین قیصار په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پخوانی استازی دی، چې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۱مه د کومانډو ځواکونو له خوا په فاریاب ولایت کې ونیول شو او د همدغه کال د مرغومي په شپږمه ازاد شو.

د یوه راپور له مخې، نظام الدین قیصاري د زورواکۍ، قتل، په زور پیسې اخیستلو، پر امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو، تهدید، تنظیمي بریدونو، ناقانوني اقتصادي فعالیتونو، دسیسه جوړونې او دروغو ادعاوو شل جرمي دوسیې لري.

د بلخ امنیې قوماندن نن پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونو له تېرې شپې راهیسې د نظام الدین قیصاري د نیولو په موخه عملیات پیل کړي دي.

په مشرانو جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې نبیې مصطفی زاده د جرګې په ناسته کې د پولیسو دغه اقدام ته په اشارې وویل چې حکومت باید له مصلحت څخه کار واخلي؛ ځکه د هغې په خبره، د عملیاتو ترسره کول د مزار خلک اندېښمن کړي دي.

نوموړې زیاته کړه: «موږ د شمال وضعیت ته اندېښمن یو، له دغه وضعیت نه د وینو بوی راځي، باید د بې نظمیو مخه ونیول شي او په احتیاط برخورد وشي؛ ځکه د قیصاري کور د ښار په منځ کې دی.»

هغې پر حکومت نیوکه وکړه او وویل: «یو ځل قیصاري ونیول شو، خو حکومت بې له دوسیو څارلو خوشې کړ، اوس چې یې چې ازاد کړ؛ داسې کار ونه کړي څو د شمال وضعیت خراب شي.»

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ایزدیاد وویل چې د قیصاري نیولو عملیات د محکمې د حکم د تطبیق لپاره ترسره شوي دي او موخه يې په مزار شریف ښار کې د امنیت او ثبات ټینګښت دی.

ایزدیاد د محکمې د حکم تطبیق د حکومت د مکلفیتونو برخه وبلله او هیله یې وښوده څو دغه عملیات په بلخ کې د امنیت او ثبات سبب شي.

نوموړي له امنیتي ځواکو وغوښتل چې په عملیاتو کې احتياط وکړي؛ څو په بلخ په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې د ستونزې د راپیدا سبب نه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.