کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٨): د امريکا د يوې محکمې له خوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پخواني مشر انتصابي سناتور احمد يوسف نورستاني د محکوم کېدو په اړه حکومت وايي چې جرم شخصي عمل دى.
د امريکا د کلیفورنيا ايالت يوې محکمې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانى مشر او اوسنى سناتور يوسف نورستانى د عامه شتمنۍ د غلا او درغليو په تور مجرم ګڼلى او کېداى شي پر دغه جرم پر لسو کلونو بند او ٢٥٠زره ډالرو جرمانې محکوم شي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د لېندۍ په ٢٥مه په ټولنيزه شبکه کې د امريکا د محکمې د يادې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلى دى.
هغه زياته کړې: ((جرم يو شخصي عمل دى، هېڅوک په هېڅ ځاى کې له قانون څخه لوړ نه دى.))
صديقي ويلي، يوسف نورستانی له افغان/ امريکايي تابعيته برخمن دی.
که په امريکا کې يې ناقانونه کړنه ترسره کړې نو د همدغه هېواد عدلي او قضایي بنسټونه کولی شي چې په اړه يې پرېکړه وکړي.
د امريکا د عدليې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نورستاني د امريکا له فدرال حکومته څه باندې ۱۰۰زره ډالر ترلاسه کړي او بهر ته يې د خپلو سفرونو په اړه هم د امريکا حکومت ته معلومات نه وو ورکړي.
په امريکا کې له متقاعدو، ډېر عمر لرونکو او نورو اړمنو کسانو سره حکومت هم مالي مرسته کوي او هم وړيا روغتيايي بېمه ورکوي.
د عدليې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې احمد يوسف نورستاني د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ کلونو کې همدا ډول مرستې ترلاسه کولې او په داسې حال کې چې په افغانستان کې يې هم حکومتي دنده لرله.
د امريکا د قانون له مخې، داسې افراد که له يوې میاشتې زيات له امريکا وځي، بايد حکومت خبر کړي، خو سرچينې زياته کړې چې نورستاني حکومت نه دی خبر کړی او دا د قانون خلاف کار دی.
يوسف نورستاني په افغانستان کې ګڼ شمېر مهمې دندې ترسره کړې دي، هغه په لومړيو کې د ملي دفاع وزارت مرستيال و، بيا د هرات والي شو، له هغه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر و او بيا د ولسمشر غني له خوا انتصابي سناتور وټاکل شو.