Language

فراه کې لېوني سپیانو په دوو میاشتو کې ۷۲ کسان داړلي

 

فراه (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۸): د فراه ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې د لېوني سپیانو له ډېرېدو شکایت کوي چې دغو سپو په شاوخوا دوو میاشتو کې ۷۲ کسان داړلي چې له ډلې یې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د فراه په ولایتي روغتون کې د لېوني سپي داړونکو لپاره واکسین هم نه پیدا کېږي.

د فراه ښار یوه اوسېدونکي همایون پژواک خبری اژانس ته وویل چې په شاوخوا دوو وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز کې د لېوني سپیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د نوموړی په خبره، لېوني سپو شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د ده د ترور زامن چې ۱۶ او ۱۰ کلن دي، د فراه ښار څنډې ته د نوبهار په کلي داړلي چې له هغوی یو یې له درملنې وروسته جوړ، خو د ترور ۱۶ کلن زوی یې ومړ.

په همدې حال کې د فراه ښار د څلورمې ناحیې یوه بل اوسېدونکی نثاراحمد هم په ښار کې د لېوني سپیانو ډېرېدو ته اندېښمن دی او وایي چې لېوني سپي یې د ماما زوی داړلی او د درملنې لپاره یې پاکستان ته استولی دی.

دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د لېونو سپو د له منځه وړو لپاره لاس پر کار شي.

د فراه د ولایتي شورا غړی ګل احمد فقیري وایي چې لېونو سپو په شاوخوا دوو میاشتو کې د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمو کې ۷۲ کسان داړلي چې له دغه ډلې دوه کسان یې مړه شوي.

نوموړی وایي چې دوی د یادې موضوع په اړه د دغه ولایت د ښاروالۍ او روغتیا له ریاستونو سره خبرې کړې دي او ژر به د لېونو سپو د له منځه وړو لپاره ګام پورته کوي.

یاده سرچینه وایي، ۷۰ کسان چې سپو داړلي، په هرات، د فراه په یو شمېر خصوصي روغتونونو او پاکستان کې یې درملنه شوې؛ ځکه چې د دغه ولایت په دولتي روغتون کې د سپي داړونکو لپاره واکسین نشته.

د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق هم په غه ولایت کې د لېوني سپیانو له خوا تر ۷۰ د ډېرو کسانو داړل او د دوو کسانو د ژوند له لاسه ورکولو پېښې تاییدوي او مني چې د فراه په ولایتي روغتون کې د لېوني سپي لپاره واکسين نه پیدا کېږي، خو وایي چې دغه واکسین یې له مرکز څخه ترلاسه کړی او ژر به یاد روغتون ته ورسېږي.

همدارنګه نوموړی وایي چې دغه ریاست به د ښاروالۍ په مرسته د لېونو سپو د له منځ وړو لپاره ژر لاس پر کار شي.