کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨) : د ايرلينډ د کرکټ ادارې اعلان کړى چې د ځينو ستونزو له امله له افغانستان سره پلان شوې پنځه شل اووريزې لوبې نه شي ترسره کولى.
د ايرلينډ کرکټ ادارې له خوا د ليندۍ په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه يې د مالي محدوديتونو او د ۲۰۲۰ نړيوال جام سياليو لپاره د ځينو نورو لومړيتوبونو پر اساس کړې ده.
د ايرلينډ د کرکټ ادارې مشر وارن ډيټرون ويلي : “موږ د افغانستان کرکټ بورډ ته خبر ورکړی دی چې موږ نه شو کولی په ۲۰۲۰ کال کې د پنځو پلان شويو شل اووريزو لوبو لپاره د هغوی کوربتوب وکړو.”
هغه زياته کړې، دوى له ډېرې مودې راهيسې د افغانستان د لوبډلې سيالان دي او بيا به هم وي، خو په اوسني وضعيت کې د يوې مسوولې ادارې په توګه د خپلو امکاناتو پر اساس فعاليت کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ومنل چې ملي لوبډلې له ايرلينډ سره دوه اړخيزې لوبې درلودلې.
خو نوموړي وويل، ایرلنډ د بودیجوي ستونزې له امله اعلان وکړ چی دا لوبې نه شي کولى.
ده زياته کړه : ((د یو نوي بشپړ غړي هېواد په توګه موږ درک د هغوى تسونزه کولی شو. ددوی سره په راتلونکې کې موږ نوری درلودې په هغه به هم فکر وکړو . ))
د هوتک په وينا، ايرلينډ يواځې له افغانستان سره نه، بلکې له بنګله دیش سره یی هم خپله لوبه د همدې ستونزو له امله لغوه کړې ده.
افغانستان له ایرلنډ سره دا لوبې له شل اووريز نړيوال جام څخه مخکې پلان کړې وې. د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام د اکتوبر په مياشت کې پيلېږي، چې د افغانستان په ګډون به په کې ۱۴ لوبډلې ولوبيږي.