کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازې وايي چې طالبانو په افغانستان کې داعش او القاعدې ته د فعاليت زمينه برابره کړې ده.
د امريکا په نيويارک ښار کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ددايمي استازې له دفتره د ليندۍ په ٢٦مه په يوه خپره شوې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن عادلې راز دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.
هغې غونډې ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړې د خپلو خبرو په پیل کې د یوناما له مشرتابه څخه له افغانستان سره د هر اړخیزه مرستو لپاره مننه وکړه.
مېرمن عادلې راز په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د دولت له خوا د بېلابېلو قوانینو او مسودو یادونه وکړه او هغه یې د هېواد په خپلو پښو د درېدلو پر لوري ستر ګامونه وبلل.
نوموړې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه د ولسمشر غني د اقداماتو په اړه امنیت شورا ته معلومات ورکړل او په دې اړه یې د نړیوالو له ملاتړ څخه مننه وکړه.
مېرمن راز په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې د موجودیت یادونه وکړه، خو طالبان يې ګرم وبلل چې د دغه وضعیت د راوستلو اود دغو ډلو راتګ ته یې لار پرانېستې ده.
هغې وویل چې اوس د ټولو هغو هڅو د زیاتولو وخت راغلی چې په تېرو څو کلونو کې يې د اقتصادي پرمختګ، سولې او ګڼو نورو برخو کې کړي دي.