Language

محب د سيمه ييز امنيت په ناسته کې د ګډون په موخه ايران ته ولاړ

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د سيمه ييز امنيت په ناسته کې د ګډون په موخه  ايران ته ولاړ.

د ملي امنيت شورا له خوا دليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده ناسته د افغانستان، ايران، هند، چين، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو په ګډون جوړېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې به د سیمې د امنیت او سیمه ییزو امنیتي همکاریو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

سرچينې زياته کړې، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به په ياده ناسته کې د وينا ترڅنګ د نورو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره به  دوه اړخيزې ناستې هم ولري.

 دا د سیمه ییز امنیت په اړه د خبرو اترو دويم کنفرانس دی. لومړی هغه یې د تېر کال په اکتوبر کې شوې و.

login or register a new account.