غزني ښار (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨): د غزني چارواکي د هغو اووه تنو د وژل کېدو ادعا کوي چې دوه ورځې وړاندې يې د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزې اردو ٢٣ غړي وژلي وو.
دوه ورځې مخکې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په ليوني بازار کې د سيمه ييزې اردو نهو غړو چې د طالبانو نفوذي کسان وو خپل ٢٣ ملګري و وژل او خپله له يو شمېر وسلو او يو ټانک سره طالبانو ته ورغلل.
خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال د يادو نهو کسانو له ډلې اووه يې وژل شوي دي.
ده زياته کړه: ((دوى د هوايي ځواکونو تر څارنې لاندې و، بېګاه امنيتي ځواکونو پرې د اب بند ولسوالۍ د برلي او شاغولي سيمو ترمنځ سيمه کې بريد کړى چې اووه تنه يې وژلي او د بريد پرمهال يو هاموى ټانک، موټر او وسلې يې هم له منځه تللي دي.))
دغه راز د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد انور هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په هوايي بريد کې شپږ طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي:((ويل کيږي چې ټول يې نهه کسان وو خو شپږ يې وژل شوي او دا هغه کسان وو چې خپل ملګري يې وژلي وو.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP